له محمود خان اڅګزي سره څوشېبې !!! / میرویس افغان - خبریال

له محمود خان اڅګزي سره څوشېبې !!! / میرویس افغان - خبریال:

'via Blog this'         

له محمود خان اڅګزي سره څوشېبې !!! / میرویس افغان




3 Apr 2012, 3:25
دپاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دپاکستاني سناتورانو په یوه دولتي کور کې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅګزی ناست وو. دا دپښتونخوا ملي عوامي ګوند دمرستیال مشر رحیم مندوخیل هغه حکومتي کور وو چې دپاکستان دحکومت له لوري هغه ته ورکول شوی وو. رحیم صاحب او دپارتۍ دځینو نورو ملګرو سره سره هلته ځیني ځوانان هم تر سترګو کېدل چې ښايي دمشر دکورنۍ غړي او ځوانان به وو.
مشر محمود خان تر اول روغبړ وروسته له ما نه بیا هم خپله ګیله وکړه او راته ویه ویل چې تاسو پښتانه خبریالان هغه څه نه کوئ چې باید ویه کړئ .
په دغه حکومتي کور کې ناست بیا هم دپاکستان مخالفت کاوه او په ټینګار سره یې ویل چې دپښتانه دښمن پنجاب دی او دپنجاب دلمنځه وړلو لپاره باید هره هغه هڅه وشي چې کېدای شي . مشر له غوصې ډکي ګیلې کولې او ویه یل یې چې تاسو پښتانه خبریالان دخپل قام لپاره بشپړه دنده نه تر سره کوئ .
ما ښاغلي محمود خان ته وویل چې ښايي په دې کې هم دپښتنو خبریالانو ګناه ځکه نه وي چې دتېروتنو او لارښوونې کسان نه لري . زما ایشاره پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته وه چې خپل روزل شوي کسان یې پردي کړي دي .
پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم دنړۍ دځینو نورو ګوندونو په څېر خبریالان روزلي دي او ټولنې ته یې وړاندي کړی دي . دپښتونخوا ملي عوامي ګوند دروزل شویو خبریالانو شمېر زیات دی خو چا چې دخبریالي په ډګر کې څه ناڅه کار کړی زه به دهغوی یادونه وکړم .
محمد جان لالا چې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند دمرکزي کمېټې غړی وو هغه وخت له ګوند نه برطرف کړل شو چې هغه په کوټه ښار کې دکوهستان په نوم یوه ورځپانه راوایستله . موږ کشران وو او هغوی مشران نو ځکه دپارټۍ دعمومي نا اعلان شوې پالیسي پر اساس بیا له محمد جان لالا سره پښه نیولي لیده کاتو ته اړ شو.
تر هغه وروسته شاغاسي هغه وخت دپارټۍ نه لیري کړل شو چې هغه دلښکر په نوم له کوټي نه یو اخبار راویوست . شاغاسي هم دپښتونخوا ملي عوامي ګوند له مخکښو کسانو څخه وو.
جان اڅګزی هم بي بي سي ته تر تګ وروسته له پارټۍ نه په نا اعلان شوې توګه وایستل شو. داود اعظمي چې په پښتونخوا سټړډنټس ارګنایزېشن کې مخکښ څوک وو هم بي بي سي ته تر تګ وروسته پښتونخوا ځواب کړو . ځیني داسي نور هم ښايي وي .
دپښتوخوا ملي عوامي ګوند غوښتنې په ډاګه او ښکاره دي او دوی غواړي هر څوک چې په هره اداره کې وي باید په ډاګه له بل هر لوري سره خپل مخالفت وښيي کنه په پښتونخوا کې به نه وي .
که څه هم ما دا پوښتنه په بیا بیا دپښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشرانو کړې ده چې په یویشتمه صدۍ کې هم دوی میډیا نه لري ،خو دوی تر اوسه پوري دقناعت وړ ځواب نه دی راکړی .
زه نه پوهېږم دپښتانه دغه تر ټولو منظم ګوند ولي دخان شهید عبدالصمد خان اڅګزي تر شهادت وروسته له رسنیو او درسنیو له پښتنو کار کوونکو څخه قسم اخیستی دی ؟
دخان شهید په ژوند کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند له کوټي څخه په پښتو ژبه خپرونه لرله او اوس یې بنیاد هم نشته . بله خبره دلته دپښتو ژبي دودي او پرمخ تګ ده چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند په دغه پرمخ تګ کې پاتې راغلی دی .
پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې دپښتونخوا وطن په کچه یو منظم او تر ډېره بریده په هر کور ننوتلی ګوند دی لا هم خپل یو پریس رلیز یا خبرپاڼه په پښتو ژبه باندي نه خپروي . زما په اټکل داسي نه ده چې له دوی سره دپښتو ژبي لیکوال او ژورنالیستان لږ دي البته دا یو حقیقت دی چې دوی دغه کار نه دی کړی .
مشر محمود خان اڅګزی که څه هم یو ریښتونی او پر حقیقت ولاړ شخصیت دی خو ښايي تر ډېره بریده دپارتۍ دا چاره دده تر غاړه نه وي او دده دټیم تر غاړه وي چې په سر کې مطبوعاتي دفتر دی .
زه دلته دخپلو دوو ساعتونو ناستي دمحمود خان اڅګزي دمجلس یوازي یوه خبره را اخلم چې هغه له پښتنو ژورنالیسټانو او دقلم له خاوندانو بلکه په ټوله کې له ټولو پښتنو څخه دغوښتنې په شکل کړې ده . هغه داده چې دپاکستاني پنجاب بیخ باید وایستل شي . دده په اند دافغانستان دسولي ، دپښتونخوا هیواد دآزادي او پرمخ تګ یوازي نۍ لاره هم داده . دا چې دمحترم مشر محمود خان اڅګزي‌دا غوښتنه به تر کومه بریده عملي بڼه ولري دا وخت ته اړتیا لري .
 لیکوال ؛ میروایس افغان

Comments

Popular posts from this blog

Why Pakhtuns' peace now?

جنرل باجوہ نے سعودی عرب کے ساتھ تعلقات ہموار كیے۔ پی ٹی آئی حکومت کو اس اہم تعلقات کو مضبوط کرنے کی کوشش کرنی چاہئے۔ جان اچکزئی